google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
هرات کې د ټاپي پروژې ګازو نللیکه له 90 کیلومترو زیاته غځول شوې
انصارپرس: ( د سرطان6مه)، د هرات مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې ګازو نللیکې د غځولو چارې چټکې شوې او تر اوسه له 90 کیلومترو زیاته نللیکه غځول شوې ده.
مسوولینو ویلي چې د دې ترڅنګ شاوخوا 125 کیلومتره لار هواره شوې او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به د هرات صنعتي ښارګوټي ته ورسېږي. ویل کېږي چې د ترکمنستان له پولې تر هرات ښاره پورې د دې نللیکې ټول اوږدوالی 153 کیلومتره دی، او اوسمهال یې هلته چارې په چټکۍ پیل شوې دي. څه موده مخکې د هرات ولایت مقام خبر ورکړی و چې هغه مهال د ټاپي پروژې 84 کیلومتره نللیکه غځول شوې او د 130 کیلومتره مسیر بنسټیزې چارې بشپړې شوې وې. د ولایت مقام په اېکسپاڼه لیکل شوي وو چې 108 کیلومتره سړک هم بشپړ شوی دی او د دې مهمې اقتصادي پروژې د ژر بشپړېدو لپاره هڅې روانې دي. د هرات مسوولینو همداراز ډاډ څرګند کړی چې دا پروژه به د 2027 میلادي کال په لومړیو کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي. ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ګډه لویه پروژه ده چې له ترکمنستان پیل او په هند کې پای ته رسېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





