google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د نړۍخوار خلک د افغانستان په شمول په 10 هیوادو کې ژوند کوي
انصارپرس: ( دثور5مه)، د ملګرو ملتو په ملاتړ په خپاره شوي کلني راپور کې راغلي دي چې پروسږوکال په ټوله نړۍ کې د خوړو له بحران سره مخامخ له دریو دوه برخې خلک د افغانستان او پاکستان په شمول په لسو هیوادونو کې اوسیدل.
د خوړو د بحران په اړه د نړیوال راپور له مخې، چې د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې او بشري ادارو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی جګړې او نښتې د سختې خوراکي ناامنۍ اصلي علت پاتې شوې دي. د دې ترڅنګ اقلیمي بدلون د لوږې او فقر سبب شوی دی. راپور زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ د بنګله دیش، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، میانمار، نایجریا، سودان، جنوبي سودان، سوریه او یمن هغه هیوادونه دي چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې یې ګڼ اوسیدونکي د خوړو له بحران سره مخامخ وو. په دې راپور کې په افغانستان، بنګله دیش، سوریې او میانمار کې د یوشمیر هڅو ستاینه شوې ده چې د یومخ ویجاړیدونکي وضعیت د مخنیوي سبب شوې دي. د راپور له مخې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د نړۍ په اووه څلویښت هیوادونو او سیمو کې شاوخوا دوه سوه شپږ شپیته میلیونه خلک د خوراکي موادو له شدید کمبود سره مخامخ وو چې دا شمیره د دوه زره شپاړسم کال په پرته نژدې دوه برابره لوړه ده. دې راپور د نړیوالو مرستو د چټک کمښت خبرداری ورکړی او وایي که وضعیت همداسې و، روان میلادي کال به وضعیت بیا هم تیاره وي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





