google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
پاکستان کې د پولیسو له لوري افغانان نیول او بندیان کېږي
انصارپرس: ( د ثور 2مه)، د پاکستان په بېلابیلو ایالتونو او ښارونو کې ډیری بې اسناده افغان کډوال اوس هم د پولیسو له لوري نیول کېږي او بندیان کېږي.
څو تنو رسنیو ته ویلی: «یو سپین ږیری یې نیولی و زما خوا کې و، خپه و، ویل خپه په دې یم چې دلته مړ نه شم، چې خپل کور کې مړ شوی وم ښه به و.» 45 ورځې یې په بند کې تېرې کړې او بالاخره د تېرې اوونۍ په ورستیو کې خوشي او افغانستان ته واستول شو. د پي او ار د کډوالۍ کارت درلودونکی 49کلن شاه اغا چې د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار په حیات اباد سیمه کې یې د میوې او سبزیو دوکان درلود د روژې په میاشت کې د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شو . شاه اغا وايي، د پولیسو په پوسته کې تر شپې تېرولو ورسته بیا لویې او عمومي پوستې ته یووړل شو او بالاخره بیا زندان ته. په یوه شپه د دومره ډیرو افغانانو زنداني کول، ایا لومړني امکانات او چمتووالی ورته موجود و ؟ شاه اغا چې په افغانستان د مجاهدینو له واکمنېدو یو کال وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال او خپله ځواني یې هلته په خوارۍ او مزدورۍ تېره کړه زیاتوي چې اختر یې هم په زندان کې تیر کړ، د ده تر اېستل کېدو مخکې یې کورنۍ د پولیسو د ځورولو او تنګولو له امله کابل ته وکوچېده او دی بیا له یوې نیمې میاشتې بند وروسته واېستل شو، خو زیاتوي چې دا بهیر هم اسانه نه و. له ماشومانو د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ وجهي صندوق یونیسف هم د تېر کال په مې میاشت کې ویلي وو چې د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېدونکي نژدې شل سلنه ماشومان له کورنیو پرته ستنول کیږي. د دې سازمان د ماشومانو د حقونو کمېټې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او د کورنیو جلا والی یې د بشري حقونو جدي سرغړونه بللې وه. که څه هم پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په 2023 کال کې پیل کړې خو له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د ترینګتیا له زیاتېدو وروسته پر افغانان کډوالو فشار زیات کړی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





