google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل                
نور   راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
               
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
2026/04/20-03:51

انصارپرس: ( د حمل31مه)، د افغانستان پيژندل شوي کرکټر راشدخان ویلي هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه ورته کړي وو خو ده رد کړل ځکه دی غواړي د افغانستان لپاره ولوبیږي.

راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل

ګڼو هندي رسنیو دا خبر یکشنبه خپور کړی. د راپورونو له مخې راشدخان د هند او اسټرالیا له خوا د تابعیت د وړاندیز خبره په یوه کتاب کې کړې چې د ده په ورزشي ژوند او کارنامو باندې لیکوال او خبریال محمد جعفر هاند لیکلی دی.

تمه ده دا کتاب همدا خپور شي.

په کتاب کې د خان په حواله راغلي: «ما د [تابعیت او د لوبېدو] وړاندیزونه هم له اسټرالیا او هم له هند ترلاسه کړل. خو ورته ومې ویل چې که زه خپل هېواد ته ونه لوبیږم بل هېڅ هېواد ته نه لوبېږم.»

د هند له خوا راشدخان ته د تابعیت د ورکړې په تړاو یو وار په 2018 کال کې هم هندي رسنیو او د هغه یو شمېر مینه والو کمپاینونه کړي وو.

ان تر دې چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د دغو هڅو او کمپاینونو په ځواب کې ویلي وو چې راشدخان د افغانستان ویاړلی کرکټر دی او بل هېواد ته نه ورکول کېږي.

#افغانستان                #کریکت                #هند                #استرالیا                #راشدخان               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
راشدخان د هند او اسټرالیا د تابعیت وړاندیزونه رد کړل
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press