google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
متقي د عربستان له سفیر سره د کابل-اسلام اباد پر روغې جوړې خبرې وکړې
انصارپرس: ( د حمل 27مه)، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره د افغانستان او پاکستان د روغې جوړې د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړې.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د چهارشنبې په ورځ امیر خان متقي د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر فیصل طلق البقمي ته په چین کې د ترسره شویو خبرو په اړه معلومات ورکړل. د خبرپاڼې له مخې ښاغلي متقي وویل چې هیله یې دا ده چې تعبیرات او جزیي تخنیکي مسایل د افغانستان-پاکستان د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخامخ نه کړي. د چین په ارومچي کې د پیکنګ په منځګړیتوب د اپریل له لومړۍ نیټې تر اوومې پورې د افغان طالبانو او پاکستان د استازیو تر منځ د سولې غیر رسمي خبرې ترسره شوې.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





