google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
امریکا او ایران په روستۍ شیبه کې په اوربند سلا شول
انصارپرس: ( د حمل19مه)، امریکا او ایران تیره شپه په یوه اوربند سلا شول. ولسمشر ټرمپ چې پرون یې ایران ته ګواښ کړی وو وویل چې د ایران له لورې یې د لسو ټکو یو وړاندیز ترلاسه کړی دی . تهران هم ویلي چې ددواړو خواوو ترمنځ د ځانګړو شرطونو په اساس اوربند رامینځ ته شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ او ایران د پاکستان په منځګړیتوب د دوه اونیو اوربند باندې سلا شول ترڅو له جګړې ترشا او دواړو خواوو ته د سولې د یوې هوکړې لپاره د خبرو وخت برابر شي. ټرمپ چې د سه شنبې ورځې (د اپریل 7مه ) په لومړیو ساعتونوکې یې ګواښ کړی وو : «که ایران یوې هوکړه ونکړي ، نو نن شپه به یوټول مدنیت له منځه ولاړ شي»، په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل چې له تهران څخه یې د لسو ټکو یو وړاندیز ترلاسه کړی او باور لري چې «دا د خبرو اترو لپاره یو عملي بنسټ دی.» بلخوا دایران سپاه پاسداران ځواکونو ته نږدې تسنیم خبري اژانس تایید کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ د ځانګړو شرطونو په اساس اوربند رامینځ ته شوی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





