google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په 23ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلابونو د راوتو اټکل شوی
انصارپرس: ( د حمل16مه)، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست او یو شمیر معتبرو نړیوالو بنسټونو نن یکشنبې د حمل 16مه د افغانستان په 23 ولایتونو کې د باران، تالندې برېښنا او سیلابونو د راوتو اټکل کړی.
دغه وزارت تیره ورځ پر خپلې ایکس پاڼې په دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست، ارزګان، کندهار، هلمند، هرات، غور، فراه، بلخ، سمنګان، بادغیس، سرپل، جوزجان، فاریاب، تخار، بغلان، بدخشان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د باران د وریدو او له کبله يې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی. تیرو دوو اونیو کې د سیلابونو له کبله په افغانستان کې 77کسان مړه او 137 نور ټپیان شوي دي په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له 10تر 30 ملي مترو پورې اټکل شوې. دغه وزارت په یادو ولایتونو کې له خلکو غوښتي چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سیلاب خطر په کې شتون لري له نږدې کیدو او ورتګه ډډه وکړي. دا تازه خبرداری په داسې حال کې دی چې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د سیلابونو له کبله په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





