google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د ناروې شورا د راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه کړې
انصارپرس: ( د حمل12مه)، د ناروې د کډوالو شورا د هغوو افغان کډوالو لپاره د فورې مرستې غوښتنه کړې چې په ایران کې د جګړې د پیل راهیسې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په سیمه کې د دې شورا مشر محمد شفیق پویل وايي،په ایران د جګړې د پیل راهیسې 28زره افغان کډوال بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي. هغه پر خپلې ایکس پاڼې تیره ورځ لیکي، ډیر شمیر دغو افغان کډوالو خپله ټوله شتمني ایران کې پریښې او په خالي لاس راستانه شوي دي. د هغه په ټکو،دغه کډوال سرپناه، پاکو اوبو او د ژوند نورو اساسي خدمتونو ته اړتیا لري. په ایران کې د جګړې په پیل سره په دې هېواد کې میشتو افغان کډوالو ازادي راډیو سره خبرو کې د خپل بې برخلیک توب په اړه انديښنې شریکې کړي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





