google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
اسلام اباد ته څېرمه پر فیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي
انصارپرس: د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته نژدې د فیضاباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلاماباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو.
پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي. پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي. یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي. طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت اسلاماباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي. پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د جمعې په مازدیګر یې د فیض اباد په اسمان کې دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتې دي. هغوی دا هم ویلي چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





