google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
بقايي: پر ایران د اروپايي ټولنې تازه بندیزونه غیرقانوني دي
انصارپرس: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دغه هېواد پر وړاندې د اروپايي ټولنې نویو بندیزونو ته په غبرګون کې دا پرېکړه «غیرمنطقي، غیراخلاقي او غیرقانوني» ګڼلې ده.
بقايي پرون په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې اروپايي ټولنه د دغو بندیزونو په لګولو غواړي ایران مجازات کړي. نوموړي زیاته کړې: «تاسې غواړئ ایران له دې کبله مجازات کړئ چې د ملګرو ملتونو منشور د 51مې مادې له مخې خپل ذاتي حق د مشروع دفاع لپاره کاروي او د امریکا او اسرائیلي رژیم پر وړاندې د ناقانونه تېري پر ضد مقاومت کوي.» بقايي ویلي چې په ورته وخت کې همدا «تیري کوونکي نسل وژونکي» د دغو هېوادونو له خوا پر وسلو سمبالېږي او ملاتړ یې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په بهرنیو چارو او امنیتي سیاست کې د اروپايي ټولنې جګپوړې استازې کایا کالاس ویلي چې د اورپايي ټولنې غړو هېوادونو له بشري حقونو د سرغړونې په تور پر 19 ایراني چارواکو او بنسټونو تازه بندیزونه تصویب کړي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





