google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
270 ټنه خوارکي توکې کابل ته انتقال شو
انصارپرس: اروپايي ټولنه وايي، 270 ټنه خوارکي توکې يې کابل ته انتقال کړي دي.
د دغې ټولنې د بشري او ملکي مرستو د ساتنې څانګې پر ایکس پاڼه ویلي، دا خوارکي توکي په دریو پروازونو کې انتقال شوي دي. وړاندې راغلي، په دغو خوارکي توکو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ځانګړي خواړه هم شامل دي چې د یونیسیف له لارې به، په شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته وویشل شي. یونیسف تیره ورځ ویلي و، غواړو په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر پوښښ لاندې راولو. د خواړو نړیوال پروګرام وايي، نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





