google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
یونیسیف په خوارځواکۍ اخته سلګونو زرو ماشومانو ته مرستې رسوي
انصارپرس: د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونووجهي صندوق یونیسیف وايي په پام کې لري چې په روان میلادي کال کې افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته یو ملیون او درې لکه کوچنیانو ته مرستې ورسوي.
یونیسیف خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې خپلو شریکانو سره یې په تیر 2025 کال کې په شدیدې خوارځواکۍ اخته د څه دپاسه شپږلکو ماشومانو درملنه کړې ده. د ملګرو ملتونو دغه اداره خبرداری ورکوي چې خوارځواکي په افغانستان کې د کوچنیانو ژوند ګواښي. د نړیوال خوراکي پروګرام WFP د شمیرو په اساس ، په افغانستان کې 3.7 ملیون کوچنیان او 1.2 ملیون ښځي په خوارځواکۍ اخته دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





