google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان کرنیز محصولات د روسیې بازار ته صادریږي
انصارپرس: په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز ویلي چې د ایران له لوري د خوراکي توکو د صادراتو له بندېدو وروسته، د روسیې د میوو او سبزیجاتو د بازار د اړتیا یوه برخه به د افغانستان له لارې پوره شي.
روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز له قوله راپور ورکړی چې د ایران له لوري د کرنیزو او خوراکي محصولاتو د صادراتو د نامحدود بندیز له اعلان وروسته، په روسیه کې له افغانستانه د محصولاتو واردولو ته غوښتنې زیاتې شوې دي. د دې مرکز د مسوولانو په وینا، ایران د سیمې د پوځي شخړو د پراخېدو له امله هڅه کوي خپل کورنی خوراکي امنیت خوندي کړي. له همدې امله هغه سرچینې چې مخکې د روسیې د خوراکي توکو بازارونو ته ځانګړې شوې وې، اوس د ایران د دولتي زېرمو لپاره کارول کېږي. د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز رئیس رستم حبیب الله ویلي چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو د واردولو ډېرې غوښتنې ترلاسه شوې دي. هغه زیاته کړه: « له افغانستانه مخکې لا د 100 ټنه مڼو یوه محموله روسیې ته لېږل شوې او د مرچکو، وچو مېوو، کرفس، کدو، بادنجڼو، نارنجبابو، بېلابېلو توتانو، تازه سبزیجاتو او نورو محصولاتو د لېږلو چمتووالی هم روان دی.» د هغه په وینا، هڅه دا ده چې د روسیې د بازار تقاضا تر ممکنه حده پوره شي څو د دغه هېواد مصرف کوونکي د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ نه شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





