google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان په 14 ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو اټکل
انصارپرس: د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره نن جمعه د افغانستان په 14 ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو اټکل کړی دی.
دې ادارې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د غور، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر او پروان ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د لسو نه تر 25 ملي مترو او د واورې کچه له لسو نه تر25 سانتي مترو پورې اټکل شوې ده. همدارنګه د سالنګونو په ګډون په مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونود پیښیدو احتمال شته چې د سرعت کچه یې په بیلابیلو سیمو کې په ساعت کې له پنځوسو نه تر75 کیلومترو پورې اټکل کیږي. دې ادارې د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې د سیلابونو اټکل کړی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





