google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په منځني ختیځ کې له کړکیچ سره د تیلو بیې لوړې شوي
انصارپرس: پرایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته او په سیمه کې د جګړې له پراخیدو سره د تیلو بیه لس سلنه زیاته شوې.
د یکشنبې په ورځ د برینټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه شاوخوا اتیا ډالرو ته پورته شوه. د رویترز په وینا کارپوهان اټکل کوي چې په منځني ختيځ کې د روانې جګړې له امله به ښایي د یوه بیرل تیلو بیه ترسل ډالرو پورې اوچته شي. د رویترز د راپورله مخې په داسې حال کې چې پوځي بریدونه په خپله د تیلو د بیو د زیاتوالي سبب شوي، د هرمز تنګي بندول یې یو مهم فاکتوربلل کیږي. د نړۍ څه باندې شل سلنه تیل د هرمز تنګي له لارې لیږدول کیږي. یوشمیرسرچینو ویلي، وروسته له هغې چې تهران کشتیو ته خبرداری ورکړچې له هرمز تنګي څخه دې له تیریدو ډډه وکړي، د اومه او نورو تیلو او اوبلن ګازو لیږدونکو کشتیو خپل فعالیتونه درولي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





