google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
متقی: پاکستاني لوری د حللارې لپاره رښتینې اراده څرګنده کړي
انصارپرس: د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر «هاکان فیدان» سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه ټلېفوني کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې اړیکې پرمهال مولوي امیرخان متقي ویلي چې د دوی حکومت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی، خو ټینګار یې کړی چې مقابل لوری (پاکستان) دې هم د حللارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي. د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي. سرچینې لیکلي چې بلخوا د ترکیې بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان د افغانستان سولهییز دريځ د ستاینې ترڅنګ ویلي چې له اړوندو او همنظرو هېوادونو سره په اړيکه کې دی څو د وضعیت د ارامېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره ګډې هڅې همغږي شي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





