google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي                
نور   د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
               
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
2026/02/26-05:32

انصارپرس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي چې د طالبانو تګلارو د جنسیتي ځپنې نظام رامنځته کړی چې مخامخ د ښځو او نجونو روغتیا ګواښي.

د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي

بېنټ په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې روغتیايي وضعیت تل د بېوزلۍ، جګړې، بې‌ ثباتۍ او خدماتو د کمښت تر اغېز لاندې و، خو اوس جنسیتي نابرابري د ښځو د روغتیا د کمزوري کېدو پر مهم عامل اوښتی دی.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راوروسته د نرواکو کلیشو پر بنسټ ایډیولوژیک جوړښت رامنځته کړی چې موخه یې د ښځو د ونډې او واک محدودول دي.

بېنټ ویلي چې دا محدودیتونه د تبعیضي فرمانونو، جبر، تاوتریخوالي او ټولنیز کنټرول له لارې پلې کېږي او د ده په ټکو، دا د ښځو پر فزیکي او رواني روغتیا مستقیمې اغېزې لري.

په راپور کې ټینګار شوی چې په تدریجي توګه د ښځو د خپلواکۍ له منځه وړل، روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی کم کړی او په افغانستان کې یې میلیونونو ښځو او نجونو ته د بقا جدي ګواښونه رامنځته کړې دي.

 

#افغانستان                #ملګرو ملتونه                #ریچارت بنت                #طالبان                #ښځو               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
د طالبانو تګلارې د افغان ښځو روغتیا او ژوند ګواښي