google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
مجاهد:مونږ ملکي وګړي نه، بلکې اصلي جنایتکاران پر نښه کوو
انصارپرس، پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،د دې بریدونو په ځواب کې به پاکستاني پوځیان په نښه کړو.
ښاغلي مجاهد دا خبره د تیره ورځ له اریانا نیوز سره په یوې مرکه کې کړې ده. ذبیح الله مجاهد وویل: یو څه باید واضح کړم، موږ نه شو کولی لکه څنګه چې پاکستاني پوځ ملکیان په نښه کړل، ملکیان په نښه کړو، موږ هیڅ کله دا کار نه کوو، خو موږ اصلي جنایت کاران چې پاکستاني پوځیان دي په نښه کوو، مخکې مو هم د دوی شل پوستې او 58 پوځیان مو له منځه وړي وو او د درې پوځیان مو ورته اسیران کړي وو چې څو ورځې وړاندې خوشي شول. له دې وړاندې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویلي و چې پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو ځواب به په مناسب وخت کې ورکړي. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي،په دغو هوايي بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. بل پلو، د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،په هوايي بریدونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې یو پټنځای په نښه کړل چې 7 کسان په کې وژل شوي دي. خو د طالبانو حکومت وايي چې په دغه هوايي بریدونو کې یوازې ملکیان په نښه او وژل شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





