google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د طالبانو لهخوا د رسنیو ملاتړو بنسټونو د جواز لغوه کیدو غبرګونونه
انصارپرس: د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو له خوا د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو لغوه کول د رسنیو د ازادیو خلاف بللي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونو د فعالیت جواز لغوه کول د رسنیو قانون او د رسنیو د ازادۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي. یاد سازمان دا اقدام د واکمنې ادارې د یو غږیز سیاست په چوکاټ کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادۍ د ځپلو د بهیر دوام بللی دی. بل پلوه، د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا پرېکړه له حقوقي او مسلکي معیارونو پرته عملي شوې او کولی شي د رسنیو پر ازادۍ، د خبریالانو پر امنیت او د معلوماتو پر ازاد بهیر جدي او زیانمنې پایلې ولري . د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ د دلو په شپږمه اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ بنسټونه ارزولي، چې له ډلې یې د درې بنسټونو د فعالیت جواز تمدید کړی او د نورو بنسټونو جوازونه یې لغوه کړي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





