google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د حاجیانو د لېږد تړون له اریانا افغان او کاماېر هوايي شرکتونو سره شوی
انصارپرس: د طالبانو حکومت حج او اوقافو وزارت سږ کال سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد لپاره له اریانا افغان او کاماېر هوایي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا تړونونه د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، مولوي نورمحمد ثاقب او د اریانا افغان هوايي شرکت د مسوول، بخت الرحمن شرافت او د کامایر خصوصي هوايي شرکت د اجراییوي رییس، کپتان احمد جاهد عظیمي ترمنځ لاسلیک شوي دي. د یادو قراردادونو له مخې به د اریانا افغان او کامایر هوايي شرکتونه ټول حاجیان د هېواد له څلورو پروازي زونونو (کابل - مزار شریف - کندهار - او هرات) له هوايي ډګرونو څخه د مدینې منورې او جدې نړیوالو هوايي ډګرونو ته د ټاکل شوي مهالویش مطابق انتقالوي او د حج د مناسکو تر اداء کولو وروسته به یې بېرته په منظم ډول همدغو پروازي زونونو ته رالېږدوي. سرچینې لیکلي چې دواړه هوايي شرکتونه مکلف دي چې د قرارداد د شرایطو سره سم د سعودي عربستان د ملکي هوانوردۍ له ادارې سره په همغږۍ د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره دقیق او منظم مهالویش ترتیب او تطبیق کړي، د نړیوالو هوايي معیارونو سره سم د الوتکو تخنیکي چمتووالی تأمین او د حاجیانو د اسانتیا، خوندیتوب او ارامتیا لپاره لازم خدمات وړاندې کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





