google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د افغانستان زعفرانو یو وار بیا په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ
انصارپرس: ( د مرغومي 17 مه)، د افغانستان زعفران د «هرات زعفران» تر نوم لاندې، د نړیوالې ذایقې د سیالیو په تازه پړاو کې د پرلهپسې لسم کال په مخه د نړۍ تر ټولو د لوړ کیفیت لرونکي زعفران لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ د بلجیم د بروکسل په ښار کې د نړیوالې ذایقې انستیتیوت له لوري ترسره کېږي. د نړیوالې ذایقې انستیتیوت له 2005 کال راهیسې د خوراکي توکو او څښاک د خوند کیفیت په مسلکي ډول ارزوي او د حکمیت لپاره له بېلابېلو هېوادونو څخه د څه باندې 250 مسلکي اشپزانو او د خوند ازموینې کارپوهانو ټیم کاروي. د روان کال اصلي سیالي د افغانستان، ایران، هسپانیا او یونان ترمنځ وه، چې دا هېوادونه د نړۍ د زعفران له سترو تولیدوونکو څخه ګڼل کېږي. ایران د زعفران په تولید کې د افغانستان تر ټولو جدي سیال بلل کېږي. د افغانستان زعفران تر دې مخکې هم د لوړ کیفيت د معیارونو لکه د رنګ ورکولو قوي توان، پیاوړي بوی او د خوند د مناسب ترکیب له امله، د همدې نړیوالې ادارې په سیالیو کې 9 ځله لومړی مقام ګټلی دی. په افغانستان لومړی ځل په 1380 لمریز کال په هرات کې د زعفرانو تولید ته جدي پاملرنه پیل شوه، وروسته دا بوټی نورو ولایتونو ته هم خپور شو او اوس افغانستان د زعفرانو یو له څو مهمو تولیدوونکو هیوادونو څخه شمېرل کېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





