google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو تلفات 17 ته لوړ شول
انصارپرس: ( دمرغومی12مه)، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي وروستیو اورښتونو او سېلابونو یې کورونه ویجاړ کړي دي. د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې هم راپور ورکړی چې په 11 ولایتونو کې سختو بارانونو او سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
په افغانستان کې وروستیو اورښتونو او سیلابونو د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي زیانمن کړي دي. د هرات ولایت د شیندند ولسوالۍ اوسېدونکي یونس رسنیو ته ویلی : کورونه په بشپړ ډول تر اوبو لاندې شوي، شکر دی چې ځاني تلفات نه لرو، خو مالي زیانونه ډېر زیات دي. کورونه اوبو نیولي، ټول خلک زیانمن شوي او اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ د یو سیلاب ځپلې سیمې اوسېدونکی، شیر احمد وایي چې د دوی په سیمه کې هم ټول کورونه اوبو نیولي دي. هغه وویل: سیلابونه کورونو ته ننوتي، انګړونه یې ویجاړ کړي او ډېر تاوانونه یې اړولي دي. له حکومته غواړو چې زموږ کورونه بېرته ورغوي او د سیلابونو د راوتلو مخه ونیسي. د دوی په خبره، که پر وخت مرستې ونشي د سختې یخنۍ له امله د بشري ناورین خطر موجود دی. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درې ورځو کې د افغانستان په 11 ولایتونو د کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه 17 کسان مړه شوي او 11 نور ټپیان شوي دي. د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د جنوري په لومړۍ نېټه، په یوې اعلامیه کې ویلي چې د سر د زیانونو ترڅنګ د ورښتونو له امله 274 کورونه په بشپړ ډول او 1560 نور کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي. د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې همدارنګه د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله د 1200 څارویو د تلف کېدو او نږدې 14 زره جریبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو خبره هم کړې ده . د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو درې ورځو کې د دغو اورښتونو او سېلابونو له امله 1٬850 کورنۍ زیانمنې شوې او 219 کورنۍ بېځایه شوې دي. افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانمن دی او اوسېدونکي یې وخت ناوخت د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول د سختو بارانونو او سیلابونو له امله، له ځاني او مالي زیانونو سره مخ کېږي. د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای، او ایم) هم وایي چې افغانستان هر کال له طبیعي پېښو لکه سیلابونو او زلزلو سره مخامخ کېږي او په ټکو یې اقلیمي بدلونونو د دغو پېښو شدت او پایلې لا زیاتې کړې دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





