google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
م.م:له ایرانه ستنېدونکي افغان کډوال ښه وضعیت لري
انصارپرس: ( د مرغومي 11 مه)، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ دفتر (UNHCR) ويلي چې هغه افغان کډوال چې له ايران څخه افغانستان ته ستنېږي، ډېری وخت د هغو کډوالو پرتله چې له پاکستانه خپل هیواد ته ستنېږي، لوړه زدهکړه، د خوړو نسبتاً ښه خونديتوب او مناسب استوګنځایونه لري.
د کډوالو د لویې کمېشنرۍ د «افغانستان له راستنېدو وروسته د څارنې د سروې راپور» چې د سېشنبې په ورځ خپور شوی، له ايران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغانانو ترمنځ بېلابېلې ستونزې روښانه کړې دي. د راپور له مخې، له ايران څخه راستنېدونکي اکثره لوړې زدهکړې، ښه د خوړو حالت او استوګنځایونه لري، په داسې حال کې چې له پاکستانه راستنېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، زياتره پر ورځنيو مزدوريو تکيه کوي او د پورونو دروند بار پر اوږه لري. راپور زياتوي چې کم احتمال شته چې له ايران څخه راستنېدونکي پوروړي وي، په داسې حال کې چې د ښځينه سرپرستو کورنيو (90 سلنه) او نارينه سرپرستو کورنيو (87 سلنه) ترمنځ توپير ډېر کم دی. له پاکستانه راستنېدونکي، په ځانګړي ډول تازه راستانه شوي کسان، ډېری وخت په کرايي کورونو کې اوسي او د کرايې د ورکولو له ستونزو سره مخامخ وي، خو له ايران څخه راستنېدونکي زياتره خپل يا په ميراث ترلاسه شوي کورونه لري. همدارنګه، له پاکستانه راستنېدونکو ته د پاکو اوبو او روغتيايي اسانتياوو لاسرسی هم محدود دی. د دوشنبې په ورځ 2،827 افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شول. په 2023 کال کې، د نړۍ د نړيوالو مهاجرو شمېر شاوخوا 304 ميليونو ته رسېدلی و، چې له دې ډلې 83 ميليونه يې په خپل هېوادونو کې دننه بېځايه شوي کسان وو. د ایرانم د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس، د غير رسمي احصاييو له مخې، شاوخوا اووه ميليونه افغانان په ايران کې مېشت دي، چې له دې ډلې څلور ميليونه بې اسناده دي. د کډوالو د لویې کمېشنرۍد هغې خبرپاڼټې له مخې، چې د 2025 د اکتوبر په 27مه یې خپره کړې وه، د 2025 کال په لومړيو نهو مياشتو کې تر 1.7 ميليونه زيات افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





