google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
نږدې 1000 تنه کډوال کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو راستنې شو
انصارپرس: ( د لیندی 23مه)، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري را ایستلو په دوام، پرون د هېواد له بېلابېلو لارو 913 کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې پرون (شنبه، لیندۍ 22مه) د نيمروز د وريښمو پله له لارې 34، د هرات د اسلام کلا له لارې 19، د سپين بولدک له لارې 256، د تورخم له لارې 533 او د هلمند د بهرامچې له لارې 71 کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. د سرچینې په وینا چې د دې ترڅنګ 933 کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، 771 راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي. د ویلو ده چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوال جبري ایستل په بېسارې توګه زیات شوي دي. بلخوا د ملګرو ملتونو تازه شمېرې ښيي چې یوازې روان لمریز کال له دوه میلیون څخه ډېر افغانان په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوي دي. که څه هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د رالېږلو پروسه له سختو نیوکو سره مخ شوې، خو د دغو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې دوی به له خپلو هېوادونو ټول افغانان وباسي. وړمه ورځ په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي هم نړیواله ټولنه تورنه کړه چې په ایران کې یې د مېشت افغانانو ملاتړ کم کړی او تهران په یوازې ځان د شپږ میلیون افغانانو د ساتلو توان نه لري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





