google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
نړیوال بانک: د افغانستان نفوس زیاتوالي د اقتصادي وده تر تاثیر لاندی کړی ده
انصارپرس: (د لیندۍ 22 مه)، نړیوال بانک «د افغانستان د پرمختګ د نوې ارزونې» په راپور کې اعلان کړی چې د افغانستان اقتصاد د 2024 او 2025 کلونو په منځ کې نسبي وده کړې، خو د نفوس د زیاتېدو پراخ فشار او د سړي سر عاید کمښت د هېواد منځمهاله اقتصادي راتلونکی تیاره کړې ده.
د راپور له مخې، د افغانستان ناخالص کورني تولید (GDP) په 2024 کال کې 2.5 سلنه وده کړې او اټکل کېږي چې په 2025 کال کې به 4.3 سلنې ته ورسېږي. د دې ودې مهم لامل له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا دوو میلیونو ستنو شویو مهاجرینو له امله د کورني تقاضا زیاتوالی، او په خدماتو، صنعت او کرنه کې د فعالیتونو چټکتیا بلل شوې ده. نړیوال بانک ویلي، که څه هم کرنیز سکتور له سختې وچکالۍ سره مخامخ و، خو د غنمو په حاصلاتو کې یې نوی ریکارډ ثبت کړی دی. له دې ودې سره سره، د نفوس چټکه وده چې د 2025 لپاره نژدې 8.6 سلنه اټکل شوې، سړي سر تولید 4 سلنه کموي. دا حالت ښيي چې اقتصادي لاستهراوړنې د نفوس د زیاتوالي له کبله خوا ژر خنثی کېږي او د خلکو د ژوند عمومي وضعیت نه ښه کېږي. راپور زیاتوي چې په افغانستان کې انفلاسیون په سیمه کې تر ټولو ټیټ دی. تمه ده چې په 2025 کال کې د انفلاسیون اوسط شاوخوا 2 سلنه وي، چې لامل یې د خوراکي توکو د باثباته بیو او د افغانۍ د ارزښت نسبي ټینګښت بلل کېږي. خو نړیوال بانک خبرداری ورکوي چې دا «ثبات» پر وارداتو د افغانستان د شدیدې تکیې پایله ده، او هیواد لا هم د نړیوالو بیو د بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانګالی دی. نړیوال بانک یادونه کوي چې د افغانستان کورني عایدات په تدریجي ډول لوړېږي او تمه ده چې په 2025 کال کې ناخالص کورنی تولید GDP 17.1 سلنې ته ورسېږي. خو له دې سره، د نړیوالو مرستو کمېدا د حکومت مالي فضا تنګوي او هېواد لا هم پر سوداګرۍ او د مرستندویانو پر ملاتړ تکیه لري. راپور ټینګار کوي چې د افغانستان بانکي نظام لا هم «ماتېدونکی او زیانګالی» دی. د مقرراتو ناڅرګندتیا، د پورونو زیاتوالي، او دا چې د هېواد یو مهم مقدار نغدې پیسې له رسمي بانکي سیستم څخه بهر راګرځي، د مالي پراختیا مخه نیولې ده. بانکونو ته د خلکو محدود لاسرسی-په ځانګړي ډول د ستنېدونکو مهاجرینو لپاره-هم یو لوی خنډ بلل شوی دی. د نړیوال بانک د افغانستان دفتر مشر فارس حداد، ویلي: اقتصاد د ښهوالي نښې راښيي، خو مالي ننګونې بیا هم خورا جدي دي. کورني عایدات د بهرنیو مرستو د کمښت خلا نه شي ډکولای، او د ستنېدونکو پراخ شمېر د کار پر بازار دروند فشار اچولی دی.» د راپور موندنې څرګندوي چې نژدې یو پر څلور افغان ځوانان بیکار دي، او د ښځو پر اقتصادي او تعلیمي مشارکت محدودیتونه د هېواد د بشري پراختیا راتلونکی سخت ګواښي. نړیوال بانک ټینګار کوي چې اقتصادي ښهوالی یوازې هغه وخت دوام موندلی شي چې بدلونونه د خصوصي پانګونې پیاوړتیا، د مالي خدمتونو پراخول او د صادراتو تنوع تضمین کړي. راپور زیاتوي چې افغانستان یوازې هغه وخت کولی شي دوامداره او پراخه اقتصادي وده تجربه کړي چې د بشري مرستو له اړتیا څخه ووځي او د ځوانانو او ښځو لپاره د کار زمینه رامنځته کړي. دا تازه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان په تېر دوو کلونو کې د مهاجرینو د بېساري ستنېدنې شاهد و. د ځینو راپورونو له مخې، د 2023 له سپتمبر څخه تر 2025 تر جولای پورې شاوخوا څلور میلیونه افغانان له ایران او پاکستان ستانه شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





