google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د اقتصادي برخو په پیاوړتیا کې د ځوانانو رول
ځوانان د خپلې پوهې، انرژۍ او قوت پر بنسټ کولای شي د هېواد په اقتصادي برخو کې بدلون رامنځته او د ټولنې ننګونو ته حل لارې پیدا کړي، غربت کم کړي، دندې او فرصتونه رامنځته او د هېواد د تولیداتو کچه لوړه کړي.
د اقتصادي پرمختګ په بهیر کې ځوانان باید ښکیل شي او فرصت ورته ورکړل شي څو خپل نظرونه شریک کړي او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي. ځوانان د هرې ټولنې تر ټولو ځواکمن او فعال قشر ګڼل کېږي. د یوه هېواد اقتصادي پیاوړتیا هغه وخت شوني ده چې، د ځوان نسل استعدادونه، فکري وړتیاوې او نوښتونه په سمه توګه وکارول شي. ځوان نسل د کار، تولید، ټکنالوژۍ، صنعت او سـوداګرۍ په برخو کې د مثبت بدلون او پرمختګ اصلي محرک دی. په معاصره نړۍ کې هغه هېوادونه چې د خپلو ځوانانو ظرفیتونه روزي او د هغوی د ګډون لپاره مناسب فـرصتونه برابـروي، د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ لوړو درجو ته رسېدلي دي. خو برعکس، هغه ټولنې چې د ځوانانو ځواک نه کاروي، د بېکارۍ، فقر او ټولنیز رکود سره مخ کېږي. نو ځکه، د ځوانانو رول د اقتصادي برخو د پیاوړتیا لپاره نه یوازې مهم، بلکې حیاتي ارزښت لري. د دوی علمـي روزنـه، مسـلکي مهارتونه او د نوښت روحيه کولای شي یو هېواد له اقتصادي پلوه له پرمختیایي پړاو څخه په ځان بسیاینې او سوکالۍ پړاو ته ورسوي. د بېلګې په توګه: مارک زوکربرګ د فیسبوک بنسټګر، چې په 2004م کال کې یوازې 19 کلن ؤ، د هغه نوښت د نړۍ د اړیکو طرز بدل کړ. تر 2020م کال پورې فیسبوک نږدې 60 زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه او تر 2025م کال پورې د زاکربرګ شتمني شاوخوا 270 میلیارد ډالرو ته لوړه شوه. ایلان ماسک د تیسلا بنسټګر، په 2002-2003 کې د 30 کلنۍ په عمر خپلې کمپنۍ په کار واچولې، چې د بریښنایي موټرو او فضا ته د راکټ جوړونې په صنعت کې یې یو ستر انقلاب رامنځته کړ. تر 2023م کال پورې په ټیسلا کمپنۍ کې له 100 زرو څخه زیاتو کسـانو کـارکاوه او د بـریښنایي وسایلو40 سلنه نړیوال بازار یې په خپل واک کې راوست. وانګ زیلونګ: په چین کې یې پانګونه وکړه او د 24 کلنۍ په عمر یې د میلیاردونو ډالرو شتمني جوړه کړه. تر 2025م کال پورې د هغه شتمني 1.07 میلیارد ډالرو ته لوړه شوه، چې د چین د کیمیاوي موادو او رنګ جوړونې په صادراتو کې مهم استازی شو. دغه بېلګې ښيي چې، ځوانان نه یوازې د خپل هېواد اقتصاد ته وده ورکوي، بلکې د نړۍ په اقتصادي ډګر کې هم بدلون راوستلی شي. پایله: ځوانان د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یوه نه بدلېدونکی ځواک ګڼل کېږي. هغه هېوادونه چې د ځوانانو فکر، مهارت او ځواک ته ارزښت ورکوي، ژر د پرمختګ پړاو ته رسيږي. په افغانستان کې هم باید د ځوانانو اقتصادي ونډه پراخه شي، تر څو هېـواد د فقـر، بېکـارۍ او له اقتصادي کمزورتیا څخه خلاصون ومومي او د دوامدار پرمختګ پر لور ګام واخلي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
| ||||||||||||||||
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





