انصارپرس: ( د لیندۍ 12 مه)، ازبکستان له افغانستان سره خپله هغه پوله په بشپړډول د ټولو، مسافرو او موټرو پرمخ بېرته پرانیستله چې له 2021 کال راهیسې یې تړلې وه.

د راپورونو له مخې د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت خونې د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ترمزـ حیرتان پرپُل تګ راتګ بیرته پیل شو او له دې وروسته د دواړو هیوادونو وګړي کولای شي چې پردې لار سفروکړي خو په دې شرط چې ویزې ولري.
د ازبکستان چارواکي تمه کوي چې د دې لارې په بیا پرانستلو سره به افغانستان ته صادرات لا زیات شي او ممکن په 2026 کال کې یې اندازه 2،5 میلیارډه ډالرو ته ورسېږي.
ازبکستان دغه مهمه ترانزیتي لار داسې مهال بیرته پرانیزي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې له نژدې دوو میاشتو راهیسې تړلې دي.