|
پرون یکشنبه زرګونه کډوال هېواد ته راستانه کړای شوي
انصارپرس: (د لیندۍ 10مه)، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د یکشنبې ورځې راپور له مخې د هېواد له بېلابېلو لارو 1053 افغان کډوالې کورنۍ او 4834 تنه، په جبري توګه راستانه کړای شوي دي.
راپور کې راغلي چې دغو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي. د راپور له مخې، دغه افغان کډول د هرات د اسلامکلا، د کندهار د سپينبولدک له لارې ، د ننګرهار د تورخم له لارې او د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په راپور کې ويل شوي، له دې ډلې 1160 کورنۍ چې 6566 تنه کېږي په منظمه توګه خپلو سيمو ته لېږدول شوي، 785 کورنیو ته مرستې رسېدلې او 872 سیمکارتونه وېشل شوي دي. همدارنګه په کابل مرکز کې 603 کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له هغوی سره 2.3 میلیونه افغانۍ د کرایې په برخه کې مرسته شوې ده. دغه کډوال داسې مهال راستنېږي چې پر هېواد د ژمي د سړې څپې څادر خپور دی او دلته راغلي کډوال د سرپناه د نشتون له امله د ګڼو ستونزو یادونه کوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





