|
"تر هغو به اوربند وي چې افغان لوري برید نه وي کړی"
انصارپرس: (د لړم 17مه)، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند به تر هغه وخت وي، ترڅو چې افغان لوري برید نه وي کړی. هغه تازه یوې پاکستاني رسنۍ ته ویلي چې، مذاکرات پای ته رسېدلي او کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.
له دې سره هم مهاله نن (شنبه) سهار د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر خپله اکسپاڼه ولیکل چې، د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات د پاکستان د غیر مسؤلانه غوښتنو په خاطر بې پایلي پای ته رسېدلي. مجاهد ټینګار کړی چې، د هر ډول برید دفاع او ځواب به ورکړي. دا په داسي حال کي ده چې، پرون (جمعه) د ترکیې د استانبول ښار په کوربتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیم پړاو مذاکرات د پاکستان د بې بنسټه غوښتونو له امله بیا بې نتیجې شول او د دغه هیواد دفاع وزیر خواجه اصف پاکستاني رسنیو ته ویلي چي، د اوس له پاره د نورو خبرو پلان نه لري. خواجه آصف تر دې وړاندې هم د خبرو د بې پایلې کېدو په صورت کې د جګړې ګواښ کړی وو چې، د طالبانو له لوري هم له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





