|
280 زره افغان زدهکوونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي
انصار: (د لړم 4مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې 280 زره افغان زدهکوونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي او د روان تعلیمي کال لپاره «تر اوسه د بهرنیو اتباعو 320 زره زدهکوونکو په ښوونځیو کې نوملیکنه کړې ده.»
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو مشر، نادر یاراحمدي، وویل چې د افغان مهاجرینو د ایستلو د طرحې د اجرا کېدو له امله، د افغان زدهکوونکو شمېر چې تېر کال 700 زره وو، سږکال کم شوی دی. هغه څرګنده کړه: «د اتباعو ښوونځي باید افغان زدهکوونکو ته داسې زدهکړه ورکړي چې خپل هېواد وپېژني او د زدهکړې له ترلاسه کولو وروسته د خپل وطن د خدمت لپاره بېرته ستانه شي.» ایران په وروستیو میاشتو کې د «غیرمجاز» افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی، او په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل د 12 ورځني جګړې له پیل وروسته، سلګونه زره افغانان چې په ایران کې مېشت وو، بېرته لېږل شوي دي. د ایران له لوري پر افغانانو دا فشارونه په پیل کې په دې پلمه و چې ګواکې ځینې افغان اتباع د اسراییل له استخباراتي او امنیتي ادارو سره همکاري کوي. ایران د اسراییل د سختو ګوزارونو له زغملو وروسته ادعا وکړه چې ځینې افغان کډوال یې له اسراییل سره د همکارۍ په تور نیولي، دې ډول راپورونو په ایران کې د افغانانو خلاف د عام ولس احساسات وپارول خو وروسته ایراني چارواکو وویل چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم وو. د ایران د کورنیو چارو وزیر د اسد په پای کې ویلي و چې تر اوسه پورې یو میلیون او 200 زره افغان مهاجر او اتباع له ایران څخه ایستل شوي، او د روان کال لپاره په ایران کې له مېشتو 6 میلیونو افغانانو څخه د شاوخوا 2 میلیون تنو د بېرته ستنېدو پلان په اجنډا کې لري.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





