google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ریچارډ لینزي: بریتانیا د افغانستان لپاره څلور میلیون پونډه ځانګړي کړي
انصار: ( د لړم لومړۍ نېټه)، د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي «ریچارډ لینزي» سره کتلي دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن (پنجشنبه، د لړم لومړۍ نېټه) په خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې ریچارډ لینزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ له اوربند هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړه چې کابل او اسلام آباد به د دایمي اوربند لپاره همکاري وکړي. د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي هم د طالبانو حکومت له خوا له اړمنو سره مرستې او د هغوی د ستونزو پر وخت حل کول یو بریالیتوب بللی او ویلي یې دي چې هېواد یې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره څلور میلیون پونډه ځانګړي کړي دي. ریچارډ لینزي ټینګار کړی چې بریتانیا به له افغانانو سره خپلې بشري مرستې ته دوام ورکړي. بلخوا مولوي عبدالکبیر ویلي چې د دوی حکومت د افغان کډوالو او اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار اخلي، او په وینا یې چې له راستنیدونکو کډوالو سره د لنډمهاله مرستو سربیره، د دوی د دایمي سرپناه لپاره یې څو استوګنځایونه په پام کې نیولي دي چې د جوړولو کار یې روان دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





