پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي                
نور   پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
               
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
2025/10/16-04:32

انصار: ( د تلې 24 مه)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين پر کابل ښار د پاکستاني پوځ بمباري غندلې او ليکلي دي، د جنګي جرمونو ستر جنايتکار پاکستاني پوځ تل د جګړې په ډګر کې د ماتې غوسه او وارخطایي په تش لاس عام ولس باندې اېستلې ده.

پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي

منظور پښتين همداراز ویلي، په پښتونخوا کې د دوی د خپلو پالیسیو په نتيجه کې د جوړې شوې جګړې په لړ کې، کله چې پنجابي عسکر له زیان سره مخامخ شي، نو بدل کې یې پر عام پښتون ولس بمباري وکړي او زیاتره ښځې او ماشومان یې شهيدان کړي دي: «ګڼ شمېر ثبوتونه یې تاسو په وروستیو وختونو کې په سوات، باجوړ، مردان، مومند، کورمه، بنو، لکي مروت، وزیرستانونو، ټانک، شیراني، ژوب او نورو پښتني سیمو کې لیدلي دي.»

نوموړي د بېلګې په توګه یادونه کړې، ان نن ورځ هم د پاکستاني پوځ په ډرون برید کې د وزيرستان په میرعلي کې 7 کلنه ماشومه شهیده او یوه مېرمنه زخمي شوې ده: «تاسو لیدلي چې د بلوچ په خاوره کې هم ‘پاکستانی پوځ` د جنګي تلفاتو په بدل کې عام بلوڅ ولس وژنې. کټ مټ همداسې جنګي جرمونه یې اوس په بر وطن افغانستان کې وکړل. کله چې دوی په جګړه کې څه نه شي کولای، نو خپله وارخطايي یې پر عامو، تش‌ لاس ولسونو ایستلې ده.»

د کره راپورونو له مخې، پاکستاني پوځیانوته په سپين بولدک، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د دیورند کرښې په اوږدو کې درنې مرګ ژوبلې اوښتي دي. له دغو مرګ ژوبلو وروسته د پاکستان هوايي ځواک د کندهار د سپین بولدک او وېش پر بازارونو بمباري کړې او همداراز یې په کابل کې پر یوه ښوونځي او یوه ټانکر بمباري وکړه چې له کبله یې شاوخوا ودانیو ته هم سخت زیانونه واوښتل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين زياته کړې، په چمن کې یې 7 افغان مزدوران (کارګز) په بې‌ رحمۍ سره شهيدان کړل، چې له جګړې سره يې هېڅ تړاو نه درلود. په ګڼ شمېر سیمو کې د عامو ولسي ځایونو د بمبارولو ترڅنګ یې په کابل کې د ماشومانو ښوونځي هم په نښه کړی، چې پکې ګڼ شمېر ماشومان شهيدان او ټپیان شوي دي. په تېرو وختونو کې یې هم په خوست او نورو سیمو کې څو ځله په خپلو بمباريو کې بې‌ ګناه ماشومان شهيدان کړي وو.

پښتين زياته کړې، د دې جنګي جرمونو او ظلمونو پر وړاندې باید بالخصوص هر پښتون افغان او بالعموم هر انسان د خپل وس مطابق عمل او غږ پورته کړي: «په نولسم اکتوبر، ټېکساس، امریکا کې د پي‌‌ ټي‌ اېم جرګه به د دې جنګي جرمونو پر ضد راټولیږي، او ورسره به پي‌ ټي‌ اېم په نړیوال جنګي جرمونو عدالت کې د دې وحشیانه کړنو پر ضد د ثبوتونو پر بنسټ قضیه کوي.»

په پای کې نوموړي د دغو پېښو شهيدانو ته د جنت او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا دعا کړې ده.

له بلې خوا د پاکستان سیاسي فعال حافظ حمدالله له افغانستان سره جګړې ته په کتو، ویلي چې د دفاع وزیر خواجه اصف او لوی درستیز عاصم منیر پرېکړې ملي نه دي بلکې د امریکا له خوا ورکړل شوې پروژې دي چې پاکستان ته به نوي مصیبتونه راوړي.

نوموړي افغانستان د اوبو له ګرداب سره تشبیه کړی چې پوځ به پکې ډوب شي.

زیاتره پاکستاني ګوندونو په غیرمستقیم ډول د پوځ او افغانستان د جګړې مخالفت کړی او له پاکستاني پوځ څخه غواړي چې له عقل څخه کار واخلي او له افغانانو سره په یوه ناپایه جګړه کې ځان ښکېل نه کړي.

د دوی په اند د کمزوري اقتصاد او امکاناتو د کموالي له وجې په کور دننه له بلوچ او ټي ټي پي څخه خپل ګرېوان نه شي خلاصولی نو بهر له هند وروسته له افغانستان سره دوهمه جبهه پرانیستل به د پاکستان د سقوط ورځې رالنډې کړي.

#افغانستان                #پاکستان               
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پاکستان
په سپین بولدک کی وضعیت آرام شوی دی
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
روسیه
ویټکاف نن فلوریدا کې د اوکراین له ستر مرکچي سره ګوري

امریکا
امریکا یو بل افغان د داعش خراسان څانګې د ملاتړ په تور نیولی

رحمان‌الله لکڼوال ځان بېګناه وباله
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
خوست
نن په خوست کې یو کس په عام محضر «قصاص» شو
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
کوېډ-19 واکسین
امریکا کې تر کویډ19 وروسته د ماشومانو مړینه څېړل کېږي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
امریکا
امریکا کې د ملي ګارډ دوو ځواکونو وژل‌کېدل
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پاکستان
د پاکستان د تېرې شپې په برید کې لس ملکي خوستیان شهیدان شول
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پاکستان
افغانستان کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو کچه خورا لوړه شوې ده
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
عمران خان
پاکستاني پولیسو د عمران خان 3 خویندې له زندانه ازاد کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
ایران
متقي او عراقچي د افغانستان او ایران پر اړیکو خبرې وکړې
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پاکستان
افریدی: د پاکستان مرکزي حکومت په لوی لاس ناامني رامنځته کوي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
غزه
د غزې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې اختلاف
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
زلمی خلیلزاد
خلیلزاد: نن د پاکستان لپاره د خواشینۍ ورځ ده
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پاکستان
اردوغان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د دوام غوښتنه وکړه
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پاکستان
"تر هغو به اوربند وي چې افغان لوري برید نه وي کړی"
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
بلخ
په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
ویټکاف نن فلوریدا کې د اوکراین له ستر مرکچي سره ګوري
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
امریکا یو بل افغان د داعش خراسان څانګې د ملاتړ په تور نیولی
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
پښتین: د پاکستان پوځ له ماتو وروسته تل جنګي جنایتونه کړي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press