|
خواجه اصف: له افغانستان سره وضعیت ترینګلی دی، هره شېبه جګړه بیا پیلېدای شي
انصار: (د تلې 22مه)، د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف پرون وویل چې د افغانستان له خوا د بېدلیل بریدونو له امله، دا مهال د اسلاماباد او کابل تر منځ هېڅ ډول اړیکې نه شته.
آصف «جیو نیوز» ته وویل: "اوس مهال یو په ټپه درېدلی حالت دی. کولای شئ ووایاست چې فعاله جګړه نه ده روانه، خو فضا دښمنانه ده. دا مهال هېڅ مستقیمې یا غیرمستقیمې اړیکې نه لرو." هغه زیاته کړه، د دواړو لوریو تر منځ شخړه «هر وخت بیا پیلېدلی شي.» آصف خبرداری ورکړ: «موږ نه شو کولای له احتیاطه لاس واخلو.» کله چې ترې وپوښتل شول ایا پاکستان به له کابل سره خبرې وکړي، هغه وویل: «که افغانستان غواړي خبرې وکړي، خو په عین حال کې پاکستان ته ګواښونه کوي، نو هغوی دې لومړی ګواښونه بس کړي، خبرې به وروسته کوو.» دا په داسي حال کې ده چې پرون بېلابېلو سرچینو وویل چې د طالبانو حکومت د خبرو لپاره کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر او د آی ایس آی د ريیس د سفر غوښتنې رد کړي دي. آصف څرګنده کړه: «دا یو طبیعي کار دی، که پر تا برید وشي، ته حق لرې چې سمدستي غبرګون وښيي او هغه لوری په نښه کړې چې له هغه ځایه برید شوی وي. موږ د خلکو د استوګنې ځایونه نه دي ویشتي، موږ د هغوی پټنځایونه په نښه کړي دي.» هغه زیاته کړه: «ټوله نړۍ پوهېږي چې په افغانستان کې د نړیوال تروریزم یو ګډ مرکز شته، چې داعش، القاعده او طالبان پکې فعال دي - دا ټول د کابل تر چتر لاندې دي. څوک به د متقي خبره ومني؟ کېدای شي هندیان یې ومني، خو هغوی هم پوهېږي چې دا خلک د چا تر کنټرول لاندې نه دي.» کله چې ترې وپوښتل شول د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي محسود ایا په افغان خاوره کې دی، آصف وویل: "هغه کسان چې موږ په نښه کړل، د افغانستان په خاوره کې وو. زه درې کاله مخکې هلته تللی وم، هغوی وویل دا کسان به بلې خوا ته انتقال کړي، خو هغو خو پر سپوږمۍ نه وو، په افغانستان کې وو.» خواجه اصف، چې عموماً ضد و نقیض او له مبالغې ډکې خبرې کوي، زیاته کړه: «په ډیپلوماسۍ کې صداقت ته اړتیا ده، که څه هم دا هر وخت سل په سلو کې نه وي، خو که لږ رښتینولي وي، موضوع به ښه شي او د حل لاره به هواره کړي.» په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر حریم هر ډول بلې سرغړونې ته به له قوي او پرېکونکې غبرګون سره مخ شي. وزارت ټينګار کړی چې د هېواد د پولو، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي عزت د ساتنې لپاره بشپړ ژمن دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
|
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





