google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ازبکستان په 2026 کې افغانستان او قزاقستان ته برېښنا صادروي
انصار: (د وږي ۱۹ مه)، ازبکستان يو ځل بيا خپله دا ژمنه تکرار کړه چې د افغانستان د برېښنا د زيربناوو د نوي کولو د هڅو ملاتړ کوي. د ازبکستان د انرژۍ وزارت ويلي چې په دې وروستيو کې په کابل کې د پانګونې يو کنفرانس جوړ شوی و، چې پکې د افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان چارواکو تر څنګ د نړيوالو سازمانونو او ډيپلوماتيکو استازوليو استازو هم ګډون کړی وو. د دې کنفرانس د یوې برخې په توګه د برېښنا د نویو مزو او سب سټېشنونو د جوړولو لپاره د مالي هوکړې سند لاسليک شو، چې وړتیاوې به یې له ۲۲۰ تر ۵۰۰ کيلوولټه پورې وي. ټاکل شوې چې دا پروژه د ۲۰۲۷ کال د لومړۍ ربعې تر پايه بشپړه شي. ازبکستان همداراز ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د برېښنا د وېش د شبکو په نوي کولو، د ځیرکو (سمارټ) ميټرونو د ټکنالوژۍ په پلي کولو او د تخنيکي تجربو په برابرولو کې مرسته وکړي، څو د انرژۍ د عرضه کولو کيفيت او د باور وړتيا لوړه شي. ازبکستان همداراز وايي، موافقه یې کړې چې د ۲۰۲۶ کال له مارچ څخه تر دسمبر پورې شاوخوا ۹۰۰ ميليون کيلوواټ ساعته برېښنا قزاقستان ته صادره کړي. دا هوکړه د سپتمبر په ۷مه د قرغزستان په «چولپوناتا» ښار کې د قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان د اوبو او انرژۍ د چارواکو په درې اړخیزه ناسته کې رسمي شوه. په دې غونډه کې څو پروتوکولونه د سيمې د اوبو او انرژۍ د توازن د ثبات لپاره لاسليک شول. يو مهم بند د قرغزستان له «تکتوګول بند» څخه د اوبو په خوشي کولو کې همږغي ده، چې په بدل کې به یې قزاقستان او ازبکستان قرغزستان ته برېښنا برابروي. همداراز، درې واړه هېوادونه د روسيې د برېښنا د لېږد په اړه هم هوکړې ته ورسېدل، څو دا برېښنا د قزاقستان له شبکې تېره او قرغزستان ته ورسېږي. دغه اقدامات د دې لپاره دي چې د قزاقستان جنوبي سيمې د راتلونکي کرهنيز فصل لپاره کافي اوبه ولري او په بند کې د اوبو حياتي کچه وساتل شي. د قزاقستان د انرژۍ وزير، يرلان آکنژنوف، وويل چې پروتوکولونه «کره شمېرې، مهالويشونه او بيې» لري او ټينګار يې وکړ چې د موافقې د مهالويش جدي پلي کول د برېښنا د عرضې او د اوبو د سرچينو د مديريت د ثبات لپاره ډېر مهم دي. تمه کېږي چې له ازبکستان سره دا برېښنايي هوکړه د قزاقستان په جنوبي شبکه کې د برېښنا د کموالي ستونزې د کورنيو برېښناکوټونو د ترميم په وخت کې جبران کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





