google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
کابل نن د پاکستان او چین د درې اړخیزه ناستې کوربه دی
انصار: (د زمري ۲۹مه)، ټاکل شوې ده، نن (چهارشنبه) د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان-پاکستان-چین درې اړخیزې ناستې کې د ګډون لپاره، کابل ته سفر وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس، ضیا احمد تکل، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې وشي. د خبرپاڼې له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي به د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د اړیکو د پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د داسې یوې درې اړخیزې ناستې کوربه دی او د هېواد د اقتصادي او امنیتي راتلونکي د ارزونې لپاره د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران کابل ته بلل شوي دي. د راپور له مخې، په دې یوه ورځنۍ غونډه کې به ټول هغه موضوعات وڅېړل شي چې د افغانستان له سولې، امنیت او پراختیا سره تړاو لري. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار، او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به له خپلو لوړپوړو پلاوي غړو سره په دې غونډه کې ګډون وکړي. وروستۍ درې اړخیزه ناسته د همدې درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ د روان کال د مې په ۲۱مه نېټه په بیجینګ کې ترسره شوې وه. د نن ورځې درې اړخیزه غونډه به په کابل کې د پاکستان، چین او افغانستان ترمنځ د تېرې ناستې مهمې لاسته راوړنې وڅېړي. د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د پراختیا او غځولو موضوع، سولې، امنیت او پرمختګ سربېره د هغو ترهګرو ډلو فعالیتونه،چې د افغانستان په خاوره کې شتون لري، د دې غونډې د اساسي بحثونو برخه جوړوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





