google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
په افغانستان کې چاپ شوي کتابونه مالیه معاف شوه
انصار:( د چنګاښ ۲۳مه)، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې له دې وروسته به په افغانستان کې چاپ شوي کتابونه له مالیې معاف وي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال، مهاجر فراهي په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا د طالبانو د رهبر د فرمان پر بنسټ ترسره شوی دی. د هغه په وینا، د امارت د رهبر د فرمان پر بنسټ، په افغانستان کې چاپ شوي کتابونه له مالیې معاف دي. فراهي زیاته کړه چې له بهر څخه وارد شوي کتابونو باندې مالیه ۵۰ سلنه کمه شوې ده. د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کتابونو په چاپولو مالیه له منځه وړې ده پداسې حال کې چې د لیکوالانو د ډېری کتابونو او اثارو په چاپ او پلور باندې محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو حکومت د هغو کتابونو سلګونه کاپي هم راټولې کړې دي چې د دوی په وینا د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې دي. د کتاب ارزونې کمیسیون په خپلو غونډو کې د هغو کتابونو خپرولو او چاپ ته اجازه ورکوي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم وي. د دې ادارې له اجازې پرته هېڅ کتاب د خپرولو اجازه نلري. د طالبانو حکومت تر دې دمه په بېلابېلو سیمو کې ټول دولتي او خصوصي کتابتونونه معاینه کړي او د ګڼ شمېر کتابونو، خپرونو او ادبي او هنري اثارو وېش، پلور او شتون یې منع کړی دی چې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم نه وو.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





