google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
نن د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابي ورښت اټکل شوی
انصار: (د چنګاښ۱۶مه)، د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې نن په ۱۴ ولایتونو کې د سېلابي ورښت او یو شمېر ولایتونو کې د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل کړی دی. دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن (دوشنبې، چنګاښ ۱۶مه) په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، غزنی، میدانوردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل شته چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي. د هواپېژندنې ادارې همداراز په شمالي، ختیځو، سویل ختیځو، سویلي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتو خبرداری هم ورکړی، چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ - ۹۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تازه په ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي. د راپورونو له مخې چې د یاد ولایت په ځینو ولسوالیو کې سېلابونو دوه ماشومان مړه کړي او د پنځو کسانو پر ټپيکېدو سربېره یې شاوخوا ۲۵۰ کورونه ویجاړ کړي دي. د ویلو ده چې څو ورځې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه. په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې دا ډول ورښتونه د اقلیمي بدلون ګواښوونکې پایلې بلل شوې، او دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په نړۍ کې په هغو لسو هېوادونو کې شپږم حساب شوی چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





