google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
له پنجشېره هند ته د 50 ټنه ګیلاس صادرات پیل شو
انصار: ( د چنګاښ ۱۰مه)، د پنجشېر ولایت ځایي مسوولین وایي، چې له دغه ولایته هند ته د نږدې ۵۰ ټنه ګیلاس صادرات پیل شول. د پنجشېر چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د د طالبانو د ولایت والي د تازه میوو له یو شمیر سوداګرو سره په یوه غونډه کې د شتل، دره، ابشار، پریان او حصه اول ولسوالیو څخه هند ته د یادې اندازې ګیلاس د صادرولو له پرېکړې هرکلی کړی دی. نوموړي ډاډ ورکړی چې د پنجشېر سیمهییزه اداره په دې پروسه کې د هر اړخیزې همکارۍ لپاره بشپړه همکاري وکړي. پنجشېر کې د طالبانو د حکومت والي ویلي، چې د هیواد اقتصادي وده د طالبانو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. د سوداګرو په وینا، له لرې پرتو ولسوالیو څخه د ګیلاس د حاصلاتو یوه بله اندازه هم د صادراتو لپاره چمتو ده. دوی زیاتوي چې دغه اندازه مېوه به د معیاري بسته بندۍ وروسته هند ته واستول شي. پنجشېر کې د طالبانو د ولایت ویاند سیف الدین لټون ویلي، چې د غونډې هدف بازارونو په ځانګړې توګه هند ته د دې محصولاتو د لېږد پروسې په برخه کې د پراخې همغږۍ رامنځته کول وو. د لټون په وینا په دې مرحله کې، شاوخوا ۵۰ ټنه ګیلاس د دره، ابشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه راټول شوي او هند ته به صادر شي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د پنجشېر ولایت له مرکز (بازارک) څخه شاوخوا ۱۰۰ ټنه ګیلاس د منځنۍ آسیا هیوادونو ته صادر شوي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





