google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ                
نور   چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
               
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
2025/05/31-04:15

انصار: (د غبرګولي ۱۰ مه)، چین فضا ته د تیان‌ون-۲ پلټونکې بېړۍ په لېږلو، د ځمکې ته نژدې د یوې لرغونې سیارې د ډبرو د نمونو راټولولو لپاره خپل لومړنی ماموریت پیل کړ.

دغه ماموریت د چین د فضایي هڅو برخه ده چې په راتلونکو لسو کلونو کې پلي کېږي او پکې د سپوږمۍ تیاره برخې ته د روباټونو د ښکته کولو، د ملي فضایي تمځي (سټېشن) جوړولو او تر ۲۰۳۰ کال پورې سپوږمۍ ته د انسان د استولو لپاره پراخه پانګونه شامله ده.

لانګ مارچ ۳بی توغندی د پنجشنبې په شپه یوه بجه او ۳۱ دقیقې د ژیچانګ د سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه پورته شو او تیان‌ون-۲ روباټي پلټونکی یې فضا ته واستاوه. د چین رسمي خبري آژانس شینهوا د تیان‌ون-۲ توغول تایید کړل او دا یې یو بشپړ بری وباله.

تمه کېږي چې دغه پلټونکی به د ۲۰۲۶ تر جولای پورې د ۴۶۹۲۱۹ کاموʻآلویا په نوم یوې سیاره‌ګۍ ته ورسېږي، چې له ځمکې څخه له ۱۵ تر ۳۹ میلیون کیلومتره لیرې ده. وړاندوینه شوې چې تیان‌ون-۲ به د لرغوني ګیلیکسي دورې ډبرې راټولې کړي او د ۲۰۲۷ کال په نوومبر کې یې ځمکې ته راوړي.

ورپسې به دا پلټونکی خپل دوهم هدف، په اصلي کمربند کې د پی۳۱۱/پان سټارز په نوم د یوې بلې سیاه ګۍ په لور سفر وکړي. دا به څو کاله وخت ونیسي، ځکه چې له ځمکې سره د دې کوچنۍ سیارې تر ټولو نژدې واټن شاوخوا ۱۳۷ میلیون مایله دی.

دا سیاره ګۍ په اصلي کمربند کې د مریخ او مشتري ترمنځ موقعیت لري او د عادي سیارو په پرتله لمر ته ډېره نژدې ده.

دغه عجیب ځای ښايي عادي سیاره ګۍ ونه لري، ځکه چې د عادي سیاره ګیو کنګلونه د تودوخې له امله بړاس کېږی.

د چین د فضايي څېړتو د ملي ادارې یوه چارواکي وویل چې تیان‌ون-۲ به د کاموʻآلویا او پی۳۱۱ د اساسي ځانګړتیاوو ژوره مطالعه وکړي، او ښايي د دوهمې سیاه ګۍ له اړخ څخه مواد راټول کړي.

سپوږمۍ ته د چین تر بریالیو ماموریتونو له کاموʻآلویا څخه د نمونو راوړل خورا سخت دي، ځکه چې د دې سیارې جاذبه ډېره کمه ده او دا د ښکته کېدو او نمونو راټولولو کار ستونزمنوي.

په ۲۰۱۰ کال کې د جاپان هایابوسا ماموریت له یوې کوچنۍ سیارې څخه د نمونو راټولولو لومړنی ماموریت و. ورپسې، په ۲۰۱۹ کې د ریوګو ماموریت ترسره شو.

په ۲۰۲۰ کال کې، امریکا له یوې سیاره ګۍ څخه د نمونو راټولولو خپل لومړنی ماموریت ترسره کړ او له بینو سیاره ګۍ څخه یې نمونې ځمکې ته راوړې.

کاموʻآلویا ځمکې ته یوه نژدې سیاره ګۍ پېژندل شوط چې شاوخوا یو پېړۍ کېږي د لمر تر شاوخوا راګرځي. د ناسا په وینا، د دې سیاره ګۍ قطر له ۴۰ تر ۱۰۰ مترو (۱۲۰ تر ۳۰۰ فوټه) پورې اټکل کېږي. د تیان‌ون-۲ مخکېنی ماموریت، تیان‌ون-۱ و، چې په ۲۰۲۰ کال کې وتوغول شو او له شپږ میاشتني سفر وروسته په بریالۍ توګه په اوتیوپیا پلانتیا نومي دښته کې د مریخ پر مخ ښکته شو.

چین اوس مهال د خپل درېیم بین الاسیاره‌يي ماموریت، تیان‌ون-۳، لپاره چمتوالی نیسي چې په موقتي ډول د ۲۰۲۸ کال لپاره پلان شوی او ښايي لومړنی هېواد وي چې له مریخ ځمکې ته نمونې راوړي.

 

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ

څېړونکو د سپوږمۍ له خاورې اوبه او اکسیجن استخراج کړل
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ

چینایي مریخ ته تلونکې بېړۍ پر سرې سپوږمکۍ خپل ماموریت پیل کړ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ

فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر د ټرمپ حسابونه تړلي
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ

د واټس اپ نوې پالیسي، که یې ونه منئ خپل اکاونټ به له لاسه ورکړئ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
چین له یوې سیاره ګۍ څخه د ډبرو د نمونو د راوړلو لپاره هڅه پیل کړ