google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
ننګرهار کې بادونو او بارانونو یو کس ووژل او 32 تنه نور ټپیان کړ
انصار: (دغویي۱۹مه)، د ننګرهار ولایت کې د سختو بادونو او بارانونو له امله یو کس وژل شوی او ۳۲ تنه نور ټپیان شوي دي. دا خبره د افغانستان کورنیو رسنیو د سیمهییزو طالب چارواکو له قوله کړې ده. په ننګرهار کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس سیفالله خالد ویلي، ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې له ډلې یې ۲۸ تنه تر درملنې وروسته رخصت شوي او ۴ تنه نور لا هم تر درملنې لاندې دي. د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د پنجشنبې په ورځ دوی د سختو بادونو او باران شاهد وو. د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، د دې توفان په نتیجه کې دوه د مخابراتو پایې او ګڼ شمېر ونې راغورځېدلې، د یو شمېر خلکو د لمریزې برېښنا هېندارې یې ماتې کړي او همدارنګه یې د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې نور مالي زیانونه هم اړولي دي. تېر کال د سرطان په میاشت کې هم د ننګرهار په شمول یو شمېر ولایتونه، د توندو بادونو، باران او سېلونو شاهدان وو، چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې، ۵۲ کسان پکې وژل شوي وو. افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له لسو ډېر زیانمنو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





