google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
سیلابونو بدخشان او نورو ولایتونو کې درانه زیانونه اړولي
انصار: (د غویی۱۵مه)، په داسې حال کې چې د سالنګونو په ګډون، په بېلابېلو ولایتونو کې نن هم د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو اټکل شوی، د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره وايي، په شمالختیځ زون کې وروستیو سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد، په یو غږیز پیغام کې د یادې ادارې په ایکس/پخواني ټویټر پاڼه خپور شوی، ویلي چې د دغو سیلابونو له امله ۲ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. هغه ویلی:د لومړنیو راپورونو له مخې یو شمېر استوګنیز کورونه، سړکونه، کرنیزې ځمکې یا زیانمن شوي او یا هم له منځه تللي دي. له بده مرغه، د دغو سیلابونو له امله دوه تنه هېوادوال هم شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي. نوموړي د کوم ځانګړي ولایت نوم نه دی اخیستی، خو په شمالي ولایت بدخشان کې، د طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې رییس مولوي محمد اکرم اکبري بیا کورنیو رسنیو ته ویلي، چې سیلابونو د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ۵ تنو ژوند اخیستی او ډېر مالي تاوانونه یې اړولي دي. تر دې وړاندې، په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې د ریاست د پېښو امر محمد کامګار ویلي و، چې د جمعې د ورځې سیلابونو د بدخشان په جرم او بهارک ولسوالیو کې کورونه، کرنیزې ځمکې او بڼونه ویجاړ کړي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





