انصار: (د غويي۱۳مه)، د میدان وردګ ولایت ځايي چارواکي وايي، په سیداباد سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۷ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار له قوله وايي، چې پېښه تېره شپه د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې د فیلډر او لوکسل ډوله موټرونو د ټکر له امله د لوړې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د باختر دولتي اژانس په رپوټ کې بیا د وژل شویو کسانو شمېر پنځه تنه ښوول شوی دی.
د رپوټونو له مخې د میدان وردګ ولایت امنیې قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغه پېښه کې د درې ماشومانو او دوو ښځو په ګډون ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د پنځو ماشومانو په ګډون لس نور ټپيان دي.
په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ټپیان د سیداباد ولسوالۍ ځايي روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت خواشینونکی دی.
د دې پېښې د لامل په هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي.