google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
روسي شرکتونه په افغانستان کې د تېلو په استخراج پانګونه کوي
انصار: (د غويي ۹ مه)، دوه روسي پانګهوالو د افغان پرمختيايي شرکت انتیکو ګروپ په همکارۍ غواړي چې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په بلخ کې د تېلو د استخراج يوه فابريکه جوړه کړي. د طالبانو د رسنيو مرکز په یوه خبرپاڼه کې د دغو روسي پانګهوالو له قوله ويلي چې بلخ ولايت د خپل جغرافيايي او ستراتيژيک موقعيت له امله د دې فابريکې د جوړېدو لپاره مناسب ځای دی. روسي پانګهوالو ويلي: «موږ غواړو چې د يوې منظم سروې تر بشپړېدو وروسته، د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په بلخ ولايت کې د تېلو د استخراج فابريکه جوړه کړو.» د طالبانو د بلخ مرستیال والي له دغو روسي پانګهوالو سره په کتنه کې ادعا کړې چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري او هڅه کېږي چې دا اړيکې نورې هم پياوړې شي. طالبانو او روسي پانګهوالو د تېلو د استخراج د فابريکې د جوړېدو د پيل بهیر په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د روسي پانګهوالو لیوالتیا زیاته شوې، ځکه چې تازه د روسیې سترې محکمې طالبان د دغه هېواد د تروریستي ډلو له لیسته ایستلي دي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





