انصار: (د غويي ۶ مه)، د بلوچستان د ازادۍ پوځ وايي، په کوټه کې یې لس پاکستاني پوځیان د سړک د غاړې د چاودونکو موادو په برید کې وژلي دي.
دې بېلتون غوښتونکې ډلې رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، جنګیالیو یې د کوټې په لمنه کې د ریموټ کنټرول په وسیله د پاکستاني ځواکونو د کاروان په لاره کې چاودېدونکي مواد وچاودول چې په نتیجه کې یې د دوی د دښمن یوه نقلیه وسیله په بشپړ ډول ویجاړه شوه او په هغې کې ټول لس تنه سپاره پوځیان ووژل شول.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ د وژل شویو پاکستاني پوځیانو نومونه هم اعلان کړي.
تر دې مخکې د کوټې د پولیسو یوه چارواکي د څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبره کړې وه.
اسوشیتد پریس اژانس په کوټه کې د پولیسو د مشر نوید احمد په وینا په دې چاودنه کې د درې نورو سرتیرو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی و.