google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي                
نور   په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
               
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
2025/04/07-04:02

انصار: (د وري ۱۸ مه)، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په همکارۍ، په کابل کې د پلچرخي په سیمه کې د مسافرو د نوي ترمینل د جوړېدو رسمي کار پیل شو.

دا پروژه چې شاوخوا ۱۶۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، ټاکل شوې چې په ۱۸ میاشتو کې بشپړه شي.

دا دوه پوړیزه اډه به، چې پر ۷.۳ جریبه ځمکه جوړېږي، اداري ودانۍ، جومات، د موټرو تمځای، رستورانت او نورې بېلابېلې اسانتیاوې ولري.

د پرانیستې په مراسمو کې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال وزیر، حافظ صدیق الله عابد، وویل چې وزارت یې دا مهال د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ۳.۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۵۸ پروژې عملي کوي.

عابد ټینګار وکړ چې حکومت د ترانسپورتي بنسټونو پراختیا ته ژمن دی، او زیاته یې کړه چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۲ زره جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده. نوموړي کورني او بهرني پانګوال وهڅول چې د افغانستان په ترانسپورتي سکتور کې له موجودو فرصتونو ګټه واخلي.

د اقتصاد سرپرست وزیر، قاري دین محمد حنیف، وویل چې د اوسني حکومت د پراختیايي هڅو او د پخواني حکومت تر منځ څرګند توپیر شته.

حنیف له پخواني نظام سره د خپل حکومت د پراختیايي هڅو د توپیر جزییات څرګند نه کړل.

د کور جوړونې او ښار جوړونې سرپرست وزیر، شیخ حمدالله نعماني د اډې د پرانیستنې په مراسمو کې وویل چې «اسلامي امارت اوس خپلې پروژې د خلکو د هوساینې لپاره تنظیم کړي، چې دا کار د ګڼ شمېر روانو پروژو سبب شوی دی.»

د عامې روغتیا سرپرست وزیر، مولوي نور جلال جلالي، وویل چې له اوږدو جګړو وروسته په هېواد کې د پام وړ پرمختګ شوی، او له بهر مېشتو افغانانو یې وغوښتل چې د هېواد په پراختیا کې پانګونه وکړي.

د کابل والي، ملا امین الله عبید، ډاډ ورکړ چې سیمه‌ییزې ادارې به د پروژو د امنیت او منظم تطبیق تضمین وکړي.

تمه ده چې د دغو ترمینلونو جوړېدا به ترانسپورتي اسانتیاوې ډېرې کړي، د ترانسپورت لګښتونه کم کړي، او ګڼو هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.

 

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
ترافیک
د ښي لاس شترینګ موټرو په اړه طالبان د ځینو پرېکړو خبر ورکوي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
پاکستان
د نړۍخوار خلک د افغانستان په شمول په 10 هیوادو کې ژوند کوي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
پاکستان
پاکستان کې د پولیسو له لوري افغانان نیول او بندیان کېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
پاکستان
له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ نژدې زر افغان کورنۍ راستنې شوي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
ملگروملتونه
ملګري ملتونه: له افغانانو سره یې د مرستو بودیجه زیاته شوې
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
طالبان
طالبان په عام محضر کې د تعزیري سزاګان تطبیق کړ
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
طالبان
د طالبانو حکومت په وروستیو سیلابونو کی د 10 نور کسان مرگ تایید کړه
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
طالبان
په کابل او زابل کې له پنځلسو زیات کسان په عام محضرکې په دُرو ووهل شول
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
آب و هوا
په 23ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلابونو د راوتو اټکل شوی
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
ایران
د ناروې شورا د راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه کړې
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
طالبان
د هېواد په 15 ولایتونو کې د کانکور ازموینه د غويي په 21مه پیلېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
طالبان
بینټ: د طالبانو د جزا قانون ظلم او تبعیض بنسټیز کوي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
طالبان
په افغانستان کې د نوروز جشن پيکه شوی
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
منځني ختیځ
د منځني ختیځ دوامداره کړکېچ به نړیواله لوږه اوج ته ورسوي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
طالبان
د هرات اوسېدونکي د برېښنا له پرلپسې پرې کېدو شکایت لري
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
کدوال
په ایران کې روانې جګړې افغان کډوال اړ کړي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
یونیسف
یونیسیف په خوارځواکۍ اخته سلګونو زرو ماشومانو ته مرستې رسوي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
د نړۍخوار خلک د افغانستان په شمول په 10 هیوادو کې ژوند کوي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
پاکستان کې د پولیسو له لوري افغانان نیول او بندیان کېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press
په پلچرخي کې د موټرو نوې اډه جوړېږي