google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د چین متقابل اقدام او د امریکا د ونډو د بازار بې ساری سقوط
انصار: (د وري ۱۶ مه)، د چین د امریکا د تعرفو په غبرګون کې د امریکا پر ټولو محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله. وروسته له دې چې امریکا پر چین او نورو هیوادونو تعرفې ولګولې، بیجینګ اعلان وکړ چې د اپرېل له ۱۰مې به د امریکا د ټولو محصولاتو پر وارداتو ۳۴٪ تعرفه ولګوي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د د ازادۍ ورځې په نوم لوړې تعرفې اعلان کړې چې له کبله یې تر ټولو لوی ګوزار د امریکا د ونډو بازار وخوړ. د وال ستریټ د ونډو بازار په یوه ورځ ۳ اعشاریه ۱ تریلیون ډالره تاوان وکړ. د چین نوې تعرفه د امریکا له ۳۴ سلنه تعرفې سره برابره ده، چې ټرمپ دا اوونۍ د چینايي صادراتو پر ضد اعلان کړه. د بیجینګ د سوداګرۍ وزارت هم په یوه اعلامیه کې وویل چې پر نادره معدني موادو به نوي صادراتي محدودیتونه ولګوي. دا مواد د لوړې ټکنالوژۍ په محصولاتو کې کارول کېږي، لکه کمپیوټري چپس او د برقي موټرو بیټرۍ. د چین حکومت زیاته کړه چې ۲۷ امریکايي شرکتونه به هغو لستونو ته اضافه کړي، چې له سوداګریزو بندیزونو یا صادراتي محدودیتونو سره مخامخ دي. همداراز، چین اعلان وکړ چې د تعرفو د مسئلې په تړاو یې نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) ته شکایت کړی دی. د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر له خوا اعلان شویو تعرفو مالي بازارونه بېثباته کړل، د جمعې په ورځ، د حمل په ۱۵مه (اپرېل ۴)، د آسیا د ونډو بازارونو نور هم سقوط وکړ، چې دا د ۲۰۲۰ کال د کووید-۱۹ له خپرېدو وروسته بېساری و. د وال سټریټ د ډېرو شرکتونو ونډو هم د پنجشنبې په ورځ سخت زیان وکړ، چې په عمومي ډول یې ۳.۱ ټریلیونه ډالر له لاسه ورکړل. د S&P 500 شاخص، چې د دې بازار یو مهم شاخص بلل کېږي، ۲.۴ ټریلیون ډالر زیان وکړ، چې دا د ۲۰۲۰ له جون راهیسې تر ټولو ستر ورځنی زیان و. S&P 500 د امریکا د ۵۰۰ سترو شرکتونو د ونډو ارزښت تعقیبوي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





