google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
زده کړه امتیاز نه، بلکه افغان نجونو حق دی
انصار: ( د وری ۴مه)، په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل سره هممهاله، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې هیئت او د بریتانیا شارژدافیر یو ځل بیا د طالبانو له خوا د افغان نجونو د زده کړو د بندیز پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې، او له طالبانو یې غوښتي چې دا بندیز سملاسي لرې کړي. د اروپايي ټولنې پلاوي پر خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د زده کړه د ټولو لپاره هشټګ سره ویلي چې دا ټولنه د افغان نجونو د زده کړو د حق ملاتړ کوي. د اروپايي ټولنې هیئت د نجونو زده کړې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او هوساینې لپاره اړینې بللې دي او ټینګار یې کړی چې لوستې ښځې د یوه پیاوړي، باثباته او اقتصادي پلوه خپلواک هېواد معمارانې دي. په ورته وخت کې، د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډيکسن هم پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر لیکلي: په افغانستان کې د یو بل ښوونیز کال له پیل سره، ۴۰۰ زره نورې نجونې له زده کړو بې برخې کېږي، چې ټول شمېر یې ۲.۲ میلیونو ته رسېږي. دا د دوی او د افغانستان لپاره یو ستر ناورین دی. د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر زیاته کړې: زده کړه حق دی، امتیاز نه دی. او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پر زده کړو دې بندیز لرې کړي.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





