google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي                
نور   کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
               
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
2024/12/20-07:48

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو په باب اندېښنه لري، چې له بېوزلۍ کړېږي او په هغوی کې نوي راستانه شوي یا هم بېځایه شوي کسان شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا د روان لمریز کال په زمري میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې د ټولو وګړو ۴۸ فیصده یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، په افغانستان کې زیاتې کورنۍ مجبوره شوي په خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي.

په افغانستان کې د دې ادارې ویانده کارولاین ګلوک وايي:وزګارتیا په افغانستان کې لویه ستونزه ده، چې د ځوانانو په ګډون اکثریت وګړي د کرنې په سکټور کې بوخت دي.

نوموړې زیاته کړې چې دغه هېواد له لسیزو راهیسې له شخړو سره مخامخ دی او بشري بحران په کې ژور دی، چې تر نیمايي زیات وګړي یې بشري مرستو ته اړ دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري ویاندې زیاته کړه: هغه کورنۍ چې د شخړو له کبله بېځایه شوي، یا هغه کډوال چې له پاکستان او ایرانه راستنېږي، د کار پیدا کول یې عمده اندېښنه ده. دوی د کورونو د کرایې، د خوړو د رانیولو او ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو د لېږلو وس نه لري.

کارولاین ګلوک وايي مجبوریت ددې سبب شوی چې ځینې له کورنیو منفي لارې چارې خپلې کړې د بېلګې په توګه خپل ماشومان د ښوونځیو پر ځای کارونو ته لېږي، یا یې خیرات ټولولو ته اړ باسي یا هم په کم عمر کې ودونو ته. کاري فرصتونه لږ خو د کار غوښتونکي زیات دي، دا کسان غواړي د ځانونو او خپلو کورنیو ملاتړ وکړي، دغه کورنۍ د مرګ له خطر سره مخامخې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې (اوچا) ویلي، په ۲۰۲۵م کال کې به چې څه کم دوې اوونۍ وروسته پیلېږي، په افغانستان کې ۲۲ اعشاریه ۹ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړ وي.

په افغانستان کې ګڼې کورنۍ وايي، له مجبورۍ یې خپل ماشومان درنو کارونو ته درولي دي.

د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو تنکي زلمي چې د ښوونځي پر ځای یې د کور لپاره د نفقې ګټلو درانه پیټې ته اوږه ورکړې او کرۍ ورځ لاسي ګاډۍ چلوي ازادي راډیو ته وویل: غریبي ده، ګاډۍ چلوم، د ورځې ۲۰ یا ۳۰ افغانۍ ګټو، د کور خرچه مو نه برابرېږي.

ګلاب همدلته بل ۱۲ کلن کوچنی دی چې په کم عمر د کور مسولیت ورترغاړې شوی د کور ټول مسوولیت راترغاړې دی. په کور کې بل څوک نه لرم. حکومت دې زموږ لاسنیوی وکړي.

ځینو مرستندویو بنسټونو ویلي په افغانستان کې د بېوزلو د لاسنیوي لپاره چې په هغوی کې نوي راستانه شوي او بېځایه شوي کسان هم شامل دي، مالي مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ویلي، د افغانانو د لاسنیوي لپاره د ۲۱۵.۹ ملیونه ډالرو په ارزښت د غوښتل شوې بودجې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ترلاسه کړې ده، خو پاتې برخه یې نه ده ورکړل شوې.

دغې ادارې ویلي، د هغو کسانو لپاره اندېښمن دي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي یا هم په هېواد کې دننه له یوې سیمې بلې هغې ته بېځایه شوي، ځکه ژمی په افغانستان کې د زیانګالو کورنیو لپاره تر ټولو سخت وخت وي.

بلخوا، د خوړو نړیوال پروګرام روانه اوونۍ ویلي په افغانستان کې نږدې ۱۵ ملیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومې کړي. دغې ادارې ویلي په راروانو شپږو میاشتو کې د خپلو چارو پرمخ بېولو لپاره ۷۱۸ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي.
لاندې په ساحه کې ښودل شوي حروف دننه کړئ.
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
ترافیک
د ښي لاس شترینګ موټرو په اړه طالبان د ځینو پرېکړو خبر ورکوي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
پاکستان
د نړۍخوار خلک د افغانستان په شمول په 10 هیوادو کې ژوند کوي

پاکستان کې د پولیسو له لوري افغانان نیول او بندیان کېږي

له پاکستان او ایرانه په یوه ورځ نژدې زر افغان کورنۍ راستنې شوي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
ملگروملتونه
ملګري ملتونه: له افغانانو سره یې د مرستو بودیجه زیاته شوې
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
طالبان
طالبان په عام محضر کې د تعزیري سزاګان تطبیق کړ
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
طالبان
د طالبانو حکومت په وروستیو سیلابونو کی د 10 نور کسان مرگ تایید کړه
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
طالبان
په کابل او زابل کې له پنځلسو زیات کسان په عام محضرکې په دُرو ووهل شول
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
آب و هوا
په 23ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلابونو د راوتو اټکل شوی
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
ایران
د ناروې شورا د راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د عاجلې مرستې غوښتنه کړې
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
طالبان
د هېواد په 15 ولایتونو کې د کانکور ازموینه د غويي په 21مه پیلېږي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
طالبان
بینټ: د طالبانو د جزا قانون ظلم او تبعیض بنسټیز کوي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
طالبان
په افغانستان کې د نوروز جشن پيکه شوی
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
منځني ختیځ
د منځني ختیځ دوامداره کړکېچ به نړیواله لوږه اوج ته ورسوي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
طالبان
د هرات اوسېدونکي د برېښنا له پرلپسې پرې کېدو شکایت لري
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کدوال
په ایران کې روانې جګړې افغان کډوال اړ کړي چې بیرته افغانستان ته ستانه شي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
یونیسف
یونیسیف په خوارځواکۍ اخته سلګونو زرو ماشومانو ته مرستې رسوي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
د نړۍخوار خلک د افغانستان په شمول په 10 هیوادو کې ژوند کوي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
پاکستان کې د پولیسو له لوري افغانان نیول او بندیان کېږي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره.
د محرمیت تګلاره            د کارولو شرایط
بهرنۍ لینکونه د حوالې لپاره چمتو شوي دي. انصار پریس د بهرنیو انټرنیټ سایټونو د محتوا مسؤلیت نلري. @ 2025 Ansar Press