google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
د 2024 کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو
انصار: (د لیندۍ ۲۲مه)، د اقلیمي بدلون د خدماتو ادارې کورپرنیک د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال نوومبر په تاریخ کې دوهمه نوومبر میاشت وه چې تر ټولو پکې د تودوخې درجه لوړه وه. د سږني نوومبر د تودوخې درحه یوازې د ۲۰۲۳ کال تر نوومبر څخه ټیټه وه. د کوپرنیک پر اساس، چې د نړۍ د هوا درجې څاري او یوه اروپايي اداره ده، په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کې د نوومبر د میاشتې د تودوخې د درجې اوسط په تاریخ کې له ثبت شویو درجو سره د پرتلې نه دی. له ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د دې میاشتې د تودوخې د اوسط په پرتله د ۲۰۲۴ کال د نوومبر د تودوحې درجه د سانتي ګراد ۰.۷۳ درجې توده وه. د C3S په راپور کې راغلي: په داسې حال کې چې یوازې د ۲۰۲۴ کال پای ته رسېدو لته څه کم یوه میاشت پاته ده، په ډاډ سره ویل کېدای شي چې ۲۰۲۴ کال د ۲۰۲۳ کال په پرتله ګرم و او له همدې امله د تاریخ تر ټولو ګرم کال بلل کېږي. اوس داسې ښکاري چې د نړۍ تودوخه تر صنعتي انقلاب مخکې وخت د تودوخې په پرتله د سانتي ګراد تر ۱.۵ درجې کم ساتلو احتمال نه شته. دا هغه څه دي چې د پاریس تړون کې پرې سلا شوې وه. د نوومبر تودوخې ته په پام، ۲۰۲۴ کال به لومړنی کال وي چې تودوخه یې د سانتي ګراد تر ۱.۵ درجو پورته وي، ځکه د ۲۰۲۳ کال تودوخه تر دې یوازې ۰.۰۲ درجې ټیټه وه. د تېر کال د تودوخې د بې ساري زیاتوالي یو دلیل د ال نینو پېښه وه چې د استوایي اقیانوس په سیمو کې د تودو اوبو د راټولېدو سبب شوه او په پایله کې یې د نړۍ د هوا تودوخه لوړه شوه. ال نینو د ۲۰۲۴ کال په مې کې پای ته ورسېد، او ځینې کارپوهان وړاندوینه کوي چې د ال نینو معکوسه موسمي پېښه، چې پکې د اقیانوس په هماغه برخه کې کنګلونه ویلي او راټولیږي، ژر پېښېدونکې ده. خو د اټکلونو برعکس، دا ښايي د ادوبي په پای یا د مني په فصل کې وشي، خو تر اوسه یخ موسمي پېښې نه دي شوي. دې پېښې کارپوهان حیران کړي دي. په راپور کې همداراز ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال دوبی د نړۍ تر ټولو ګرم اوړی و.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





