google.com, pub-6867310892380113, DIRECT, f08c47fec0942fa0 ** ** **
|
راتلونکی کال تر 12 میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري
انصار: (د لیندۍ ۱۹ مه)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په ۲۰۲۵ م کال کې به تر ۱۲ میلیونه زیات افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا ولري. یونسیف په یوه راپور کې ویلي چې دا د هغه لوی بحران یوه برخه ده چې له کبله یې په ټول افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون خلک مرستو ته اړتیا لري. یونسیف په دې راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت یو تیاره انځور وړاندې کړی، او ویلي چې له جګړې څخه پام اقتصادي کړاو، د اقلیمي بدلونونو اغېزو، او د عملي خنډونو خوا ته اوښتی دی. یونسیف د مرستو رسولو پر وړاندې زیاتېدونکو خنډونو ته په اشارې وویل چې د بشري سازمانونو لپاره د عملي ساحې تنګیدل د مرستو رسولو چارې نورې هم ستونزمنې کړي دي. یونسیف وايي چې اساسي خدمات د زیان منونکو ماشومانو د حالت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره اړین دي. راپور وايي: «له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولو برخو کې د بشري اړتیاوو کچه لوړه شوې، چې دا د زیانمنو ټولنو د مقاومت د نشتوالي او د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کمې پانګې پایله ده.» د دې بحران د حل لپاره، یونسیف اعلان وکړ چې ډېرې مالي مرستې ته اړتیا لري څو په افغانستان کې د ۱۹ میلیون خلکو په ګډون له ۱۰.۳ میلیون ماشومانو سره مرسته وکړي. دا پیسې به د ژوند ژغورنې مرستو او اساسي خدماتو لپاره وکارول شي چې موخه یې د ټولنو ملاتړ او د لا زیانونو مخنیوی دی.
د لوستونکو نظرونه
تاسو لومړی کس یاست چې په پورته مقاله تبصره کوئ. تبصرې د تایید وروسته ښودل کیږي. |
د نړۍ د خبرونو پوښښ او د ورځې تحلیل سره، لوستونکو ته خدمت کوي. انصارپریس د هیڅ دولتي ارګان سره تړاو نلري. آزاد، خپلواک او بې طرفه او د موادو چمتو کولو لپاره. |
زموږ په اړه
موږ سره اړیکه ونیسئ
زموږ سره اعلان وکړئ |





